د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د دوو جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو د بشپړولو په موخه میدان وردګ او لوګر ولایتونو ته سفر وکړ
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس، محترم مفتي عتیق الله (دروېش)، د مفتي فضل الرحمن (قاسمي) په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۹مه نېټه، د سترې محکمې د رئیس او قاضيالقضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په هدایت، د دوو جزائي دوسیو په اړه د وروستیو معلوماتو بشپړولو په موخه میدان وردګ او لوګر ولایتونو ته رسمي سفر وکړ.
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي ریاست پلاوي د یاد سفر په ترڅ کې د میدان وردګ او لوګر ولایتونو د مرافعه محاکمو له رئیسانو او قضائي منسوبینو سره وکتل؛ د جزائي قضیو د حل او فصل او د قضائي اجراآتو د لا ښهوالي په اړه یې ورسره مفصلې خبرې او بحثونه وکړل.
همدارنګه، د جزا دېوان عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي په دغه سفر کې، د جزائي موضوعاتو اړوند دوې دوسیې وڅېړلې، د دوسیو له طرفینو سره یې لیدنې وکړې، د قضیو د بشپړې ارزونې په موخه یې ترې لازم تحقیقات وکړل.
د میدان وردګ او لوګر ولایتونو د مرافعه محاکمو رئیسانو او نورو قضائي منسوبینو او دغه راز د دوسیو طرفینو د سترې محکمې د جزا دېوان د عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د سفر هرکلی وکړ او دغه ډول رسمي سفرونه یې د قضائي چارو د لا ښه تنظیم، د محاکمو د ورځنیو اجراآتو د پیاوړتیا او جزائي موضوعاتو د نهايي کېدو په برخو کې اغېزناک او ګټور وبلل.
د یادونې وړ ده، چې د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس له دې مخکې هم د ملک ډېری ولایتونو ته د جزائي موضوعاتو په اړه د وروستیو تحقیقاتو د بشپړولو، د جزائي موضوعاتو له طرفینو سره د لیدنو او له هغوی څخه د لازمو معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه سفرونه کړي دي.
