د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او تحریراتو آمرینو په ګډون په ۱۰/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي حفیظ الله (نافع) له‌خوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس له ګډونوالو سره د ناستې اجنډا شريکه کړه او ګډونوالو د اصولو په رڼا کې خپل نظرونه وړاندې کړل.
د غونډې په دوام ټاکل شوي موضوعات له بحث وروسته نهايي او په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې او ګډونوالو ته د یادو پرېکړو د عملي کولو په اړه لازم هدايت وشو.
غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې د رئيس له‌خوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۲۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶/۴/۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/۴/۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۲۰) دوسيو ته رسېدنه کړې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۵۰) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۲۸۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۵۰) دوسيو ته پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۵۳
Background image

د زابل ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۸۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱ / ۴ / ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ / ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۳۸۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۹. . .

بیا په خبرونو کی