د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د دويمې ربعې لنډ راپور

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۲:۱۶
د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د دويمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په دویمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
1.    په دویمه ربعه کې د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست کاري طرزالعمل ترتیب، تنظیم او د ټاکلي هیئت له تائید وروسته له اړوند مرجع سره د تائيدۍ په موخه شریک شوی.  
2.    په دویمه ربعه کې د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د قراردادونو له ډلې د تیلو، تنظیفاتي توکو، مایع ګاز او د ژمني البسې قراردادونه نهايي شوي، چې تر اوسه یې شاوخوا (۸۰) سلنه اړوند اجناس اکمال او په ډیپوګانو کې ځای پر ځای شوي دي.
3.    په دویمه ربعه کې د یاد ریاست اړوند منسوبینو او مجاهدینو ته نږدې (۱۰۳۶) قلمه بېلابېل لوژستیکي، تعمیراتي، محروقاتي، البسوي، قرطاسیوي، مفروشاتي او نور اړین توکي اکمال او وېشل شوي دي.
4.    په دویمه ربعه کې د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند پرسونل لپاره په نظامي او مسلکي برخو کې د ظرفیت لوړولو پروګرامونه تنظیم شوي دي.
5.    په دویمه ربعه کې د خالد بن ولید (رضي‌الله عنه) د تعلیمي مرکز له قوماندانۍ څخه (۲۲۹) کسان فارغ شوي او هغوی ته تائیدلیکونه وېشل شوي دي. 
6.    په دویمه ربعه کې د یاد ریاست د منسوبینو د نظامي او مسلکي وړتیاوو د لا لوړولو په موخه د کورنیو چارو محترم وزارت اړوند د کابل اسلامي ملي پولیسو د تعلیمي اکاډمۍ څلور تنه مجربو استادانو د همکارۍ په ډول په یوه تعلیمي دوره کې ګډون درلود، چې دا مهال د یاد مرکز په قوماندانۍ کې د کورنیو چارو وزارت د تائید شوي نصاب له مخې دیني، عقیدوي، اصلاحي، تعلیمي او نظامي زده کړې او د قضاتو د ساتنې ځانګړی تائید شوی نصاب د مجربو استادانو له لوري د معسکر مجاهدینو ته تدریس کېږي.
7.    په دویمه ربعه کې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د مجاهدینو د ستونزو د حل په موخه له بېلابېلو ادارو سره ګڼ شمېر استعلامونه او وړاندیزونه تبادله شوي دي.
8.    په دویمه ربعه کې د اداري ستونزو د حل لپاره له اړوندو مسؤولینو سره منظمې اونیزې غونډې او د یاد ریاست د چارو د پرمختګ، چټکتیا او ستونزو د مخنیوي په موخه په اونیز ډول له علماوو سره هم غونډې ترسره شوې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۲:۱۶
Background image

د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د دويمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په دویمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
1.    په دویمه ربعه کې د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست کاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۵۰
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس د یاد ولایت د درېيو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي ذبېح‌الله (ساجد)؛ په ۱۹/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق د مطبوعاتو د مدیر په ملتیا، د کابل ولايت د استالف، فرزې او پغمان ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د فراه ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) او د سترې محکمې عالي مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي رئیس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ يوه پلاوي چې مفتي محمد اسلام (مسلم)،. . .

بیا په خبرونو کی