د کونړ ولايت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۴:۲۹
د کونړ ولايت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولايت د مرافعه محکمې محترم رئیس مولوي محمد ایوب (قلم) په مشرۍ، د دېوانونو رئیسانو او د حقوقو مدیرانو په ګډون په ۲۶ /۵ /۱۴۴۶هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د غونډې په ارزښت، له مراجعینو سره په غوره چلند، حاضرۍ ته پر پابندۍ او د دوسیو په تړاو په ټاکلي وخت او په غور سره اجراآت کولو خبرې وکړې وویل، عرایض باید د عریضې په شرایطو برابر وي، مبهم عرایض باید تسلیم نشي؛ بلکې عارض ته یې د اصلاح لارښوونه وشي، د وثایقو په ترتیب او تحریر کې باید د املاء او انشاء خیال وساتل شي او په اجراآتو کې د قلم خوردګۍ څخه باید ډډه وشي، محاکم باید د نورو ادارو سره بیا په ځانګړې توګه له نظامي ارګانونو سره ښه همغږي ولري.
د مرافعه محکمې رئيس زیاته کړه، د سترې محکمې عالي مقام څخه صادر شوي متحدالمآلونه باید په دقت سره ولوستل شي، په خپلو ورځنیو چارو کې ترې ګټه پورته شي او د هغې مطابق اجراآت وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۲:۱۳
Background image

د نورستان ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري ناسته وشوه

د نورستان ولایت د مرافعه محکمې د رئیس محترم عبیدالله (سلیم) په مشرۍ د یاد ولايت د مرافعه او ښاري محاکمو منسوبینو، د وانټ وایګل ولسوالۍ مفتي عبدالرزاق، د ښاري محکمې رئيس مولوي محمد سعید. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۱:۱۸
Background image

په خوست ولایت کې شپږو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا او عامه امنيت دېوانونو د پرېکړو په اساس په ۱/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه شپږو کسانو ته د نامشروع اړیکو، فريبکارۍ او رشوت اخیستلو په جرم په عام محضر کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۴:۳۲
Background image

د میدان وردګ او کندوز ولايتونو محاکمو په یوه میاشت کې (۱۱۸۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۵۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ او کندوز ولايتونو مرافعه محاکمو، ښاري ابتدائيه محاکمو او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه تر ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې پورې (۱۱۸۵). . .

بیا په خبرونو کی