د غور ولایت د حقوقو آمريت په یوه میاشت کې (۲۳۸) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۴:۳۲
د غور ولایت د حقوقو آمريت په یوه میاشت کې (۲۳۸) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د غور ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې له (۱/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۳۰/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۲۳۸) دوسيو او عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د غور ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۵۳) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۶۶) عرض‌پاڼې د مصالحې له لارې حل او فصل شوې، (۷۱) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۴) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۲) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض‌پاڼې تر اجراآتو لاندې دي.

د دوسيو په برخه کې:
د غور ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۸۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۱۰) دوسيې تطبيق شوې، (۱) دوسيه محاکمو ته لېږل شوې، (۵) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۶۹) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۹
Background image

د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د ولسوالیو د حقوقو له مدیرانو سره وکتل

د بلخ ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج شیخ غلام‌الله (عادل)، د جزا دېوان رئیس محترم مولوي عبدالرؤف (زهیر)، د تحریراتو رئیس (انانسر)، په ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولایت د ټولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۵۴
Background image

په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر شپږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۴۱
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۴۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۴۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثيقې. . .

بیا په خبرونو کی