کابل کې یوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۵:۱۰
کابل کې یوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه


د روان کال د جمادی الأولی میاشتې په ۲۵مه نېټه د کابل ښار د ابتدائیه محکمې د څلورم زون د جزا دېوان په حکم یوه متهم ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د دغه کس دوسیه چې په زنا متهم و د کابل ښار د ابتدائیه محکمې د څلورم زون د جزا دېوان د الف جزء لخوا په دقیق ډول څېړل شوې وه، یاد دېوان متهم کس ته پر یوه کال تنفیذي بند سربېره د ۳۵ درو تعزیري سزا حکم کړی و؛ دغه حکم د سترې محکمې د عالي مقام لخوا تائید شو.
متهم کس ته د تفیذي بند د وخت تر پوره کېدو وروسته، پرون په عام محضر کې چې د محاکمو پر مسؤولینو سربېره په کې دیني علماوو او عامو هیوادوالو هم ګډون درلود، ۳۵ درې شرعي سزا ورکړل شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د جوزجان د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکه 

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست رئيس محترم حافظ مولوي عبدالعزيز (ميوندي) په مشرۍ د یاد رياست پلاوي د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د صفرالمظفر مياشتې په ۲۳مه نېټه جوزجان ولایت ته د سفر پر مهال. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۴:۳۰
Background image

د سترې محکمې اداري مرستيال د وثايقو آمريتونو له مراجعينو سره ليدنه وکړه

د سترې محکمې اداري مرستيال محترم شيخ عبدالمالک (حقاني) د کابل د مرافعه محکمې اړوند د وثايقو آمريتونو له مراجعينو سره په ۲۳/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه له نږدې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې محترم. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۳:۴۸
Background image

د خوست ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې (۵۲) عرض پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د خوست ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې له ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې پورې (۵۲) حقوقي عرض پاڼو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات. . .

بیا په خبرونو کی