د ميدان وردګ ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه
د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي عبدالله (فرقاني) د يو پلاوي په ملتيا په ۱۵/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې لومړی د مرافعه محکمې رئيس د زندان له آمر مولوي صلاح الدین سره د بنديانو د دوسیو په اړه خبرې وکړې.
ورپسې د مرافعه محکمې رئيس له زندان او بنديانو څخه لیدنه وکړه، محترم مفتي فرقاني بندیانو سره په لیدنه کې د هغوی د دوسيو اړوند ستونزې اوغوښتنې واورېدې او د حل په موخه يې ټولو ته ډاډ ورکړ چې دوسيو ته به یې د اصولو مطابق ژر تر ژره رسېدنه وشي.