له نشه يي توکو سره د مبارزې د ابتدائیه محکمې نوى رييس معرفي او رسماً یې دنده پیل کړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۴ - ۱۴:۲۴
له نشه يي توکو سره د مبارزې د ابتدائیه محکمې نوى رييس معرفي او رسماً یې دنده پیل کړه

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ابتدائیه محکمې نوی رئیس محترم شیخ مولوي عالم جان (عبدالله) په یوه غونډه کې چې د یادې محکمې یو شمېر مسؤولینو هم په کې ګډون درلود معرفي او رسماَ یې دنده پیل کړه.

یاده غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د ابتدایه محکمې مخکني رئیس شیخ مفتي محمد خان صاحب نوي ټاکل شوي رئیس ته مبارکي وکړه وویل، موږ ټول د الهي نظام ټینګښت غواړو، نن الحمدلله زموږ نظام اسلامي دی، له الله تعالی څخه په ټولو څانګو، په ځانګړې توګه عدلي او قضائي چارو کې توفیق غواړو.

وروسته د نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت د سروې او تحلیل رئیس مفتي مولوي عبدالحق (مطیع) خبرې وکړې، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضائي مرکز له نوي ټاکل شوي رئیس او نورو څانګو سره یې د معینیت له طرفه د هر ډول اصولي همکارۍ ژمنه وکړه.

بلخوا د ابتدائیه محکمې نوي رئیس محترم شیخ مولوي عالم جان (عبدالله) غونډې ته په خپله وینا کې وویل، تر راشدینو خلفاوو، د اموي او عباسي حکومتونو او یو شمېر نورو حکومتونو وروسته اوس خدای تعالی یو ځل بیا اسلامي حکومت حاکم کړی دی، موږ باید په اتحاد سره د نظام د بقاء او خدمت لپاره یو بل ته د همکارۍ لاسونه ورکړو.

محترم شیخ مولوي عالم جان (عبدالله) زیاته کړه، عدالت د نظام مخ دی، موږ هر څوک د هغه د مخ په اساس پېژنو، نو راځئ هڅه وکړو چې خپل چلند د اسلامي عدل او افکارو پر بنسټ جوړ کړو، ترڅو ټول خلک د اسلامي امارت په څېره کې راښکاره شي او د الله (جل جلاله) رضا ترلاسه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوی عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې دېوانونو او ښاري ابتدائيه محکمې او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو رئيسانو په ګډون، په ۵ /۲ /۱۴۴۸هـ ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۲۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ / ۲ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۲۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه مياشت کې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه مياشت کې (له ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

بیا په خبرونو کی