عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد مقرره توشېح کړه
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد مقرره په څلورو فصلونو او ۲۱ مادو کې توشېح کړه.
دغه راز عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون لایحه په ۹ مادو کې منظور کړه.
د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد د مقررې کمېسیون د لایحې او اړوند اختصاصي محکمې په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د صادر شوي فرمان په درېیمه ماده کې د امارتي(سلطاني)، عامه مرعی او وقفی غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې او په دې برخه کې د شرعي پرېکړو د صادرولو په منظور د اختصاصي محکمې تشکیل په لاندې ترکیب ذکر شوی دی.
۱: شیخ الحدیث مولوي عبدالغفار د اختصاصي محکمې د رئیس په توګه.
۲: قاضي محمد صادق د قاضي په توګه.
۳: مفتي محمد طاهر د مفتي په توګه.
۴: مولوي صدیق الله مشال د محرر په توګه.
دغه راز د یاد فرمان د لومړۍ مادې په اساس د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون مکلف دی چې د امارتي(سلطاني)، عامه مرعی او وقفي ځمکو د استرداد او د امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي ځمکو د غصب د مخنیوي په منظور د اړوندې مقررې او لایحې سره سم اجراآت وکړي.