سترې محکمې ته د عدلیې وزارت اړوند د مرکزي حقوقو ریاست د انتقال لړۍ پیل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۱:۷
سترې محکمې ته د عدلیې وزارت اړوند د مرکزي حقوقو ریاست د انتقال لړۍ پیل شوه

 پرون د شنبې په ورځ  (د روان هجري قمري کال د رجب المرجب میاشتې ۶مه نېټه) سترې محکمې ته د عدلیې وزارت اړوند حقوقو ریاست د انتقال په اړه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه محترم مقام د ۴ /۶/ ۱۴۴۴ هـ ق نېټې د (۱۷۶۹)مې ګڼې حکم د تعمیل په منظور  د سترې محکمې د اداري مرستیال محترم شیخ عبدالمالک "حقاني" په مشرۍ غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې چې د سترې محکمې په اداري معاونیت کې ترسره شوه د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس، د سترې محکمې د بشري سرچینو سرپرست رئیس، د عدليې وزارت مالي او اداري رئیس، د حقوقو عمومي رئیس او د مالیې وزارت دوو باصلاحیه استازو ګډون درلود.

په غونډه کې د اړوندې موضوع په تړاو تفصیلي خبرې وشوې او ګډونوالو خپل نظریات وړاندې کړل.

په یاده غونډه کې پرېکړه وشوه چې ټاکل شوی پنځه کسیز پلاوی چې په تشکیل کې یې د سترې محکمې مالي رئیس، د سترې محکمې د جنسي آمریت امر، د عدلیې وزارت د اجناسو امر، د عدلیې وزارت د اجناسو مدیر او حقوقي کارپوه شامل دي،  به نن یکشنبه (  ۷ / ۷ / ۱۴۴۴ هـ ق) نېټه د مرکزي حقوقو ریاست د انتقال پروسه پیل کړي.

همدارنګه په غونډه کې د ولایتونو د حقوقو ریاستونو د انتقال په اړه داسې پرېکړه وشوه چې د ولایاتو د حقوقو ریاست د انتقال لپاره به (۳) کسیز پلاوی (چې په هغه کې به د اړوند ولایت د مقام استازي، مرافعه محکمې استازي، د عدلیې وزارت استازي او د حقوقو آمر شامل وي) کار پیلوي.

د یاد ریاست په انتقال سره به ټولې هغه ستونزې چې له دې مخکې پېښې وې حل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۸
Background image

د زابل ولايت سيوري ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولايت سيوري ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په ډېرو هڅو؛ د مصلحينو په منځګړيتوب، په ۵/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د  قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع د سيوري ولسوالۍ اړوند د (ګورجي). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت اوو آمریتونو په دوو اونیو کې (۱۲۹۹) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت اوو آمریتونو په دوو اونیو کې له (۱۶/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق) نېټې پورې (۱۲۹۹) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي؛ چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۱۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د نورستان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یو مؤظف پلاوي د محترم مولوي عبدالله (ذکي) په مشرۍ؛ چې مولوي عبدالولي (مصباح) او مولوي مطیع الحق (اصف) يې غړيتوب درلود، د. . .

بیا په خبرونو کی