د کندهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې د (۷۷۳) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۵۰۳) وثيقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۹:۸
د کندهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې د (۷۷۳) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۵۰۳) وثيقې هم اجرا کړې دي


د کندهار ولايت د مرافعه محکمې، ښاري ابتدائيه محکمې، وثايقو او د کندهار نظامي زون محکمې په يو مياشت کې له (۱/ ۵/ ۱۴۴۵ څخه تر ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې پورې د (۷۷۳) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۵۰۳) بېلا، بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
۱- د مرافعه محکمې دېوانونو په حقوقي برخه کې:
(۱۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۲۸) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۳) دوسیې فیصله شوې.
 په جزائي برخه کې:
په جزائي برخه کې (۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۳۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۹) دوسيې فیصله شوې او (۲۸۸) وثيقې هم اجرا شوې دي.
۲- د ښاري ابتدائیه محکمې دېوانونو په حقوقي برخه کې:
 (۱۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۲۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۶۴) دوسیې فیصله شوې.
 په جزائي برخه کې:
په جزائي برخه کې (۱۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۵۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۱۲۶) دوسیې فیصله شوې دي.
۳: د کندهار ولایت د (۱۹) ولسوالیو محاکمو په حقوقي برخه کې:
(۳۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۶۴) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۶۷) دوسیې فیصله شوې دي.
 په جزائي برخه کې:
په جزائي برخه کې (۲۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۱۱۲) دوسيو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۴) دوسیې فیصله شوې او (۲۱۵) وثيقې هم اجرا شوې دي.
۴- د کندهار زون نظامي محکمې:
 په جزائي برخه کې (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۵) دوسيو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۱۲) دوسیې فیصله شوې دي.
په حقوقي برخه کې:
 (۳) دوسيي مکتوبي مستردې شوې او د (۱) دوسيې په تړاو قضائي قرار صادر شوی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی