د کندهار د مرافعه محکمې د عمومي رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۱۴:۲۸
د کندهار د مرافعه محکمې د عمومي رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه

په ۱۲ /۶ /۱۴۴۵هـ ق نېټه د کندهار ولایت د مرافعه محکمې د عمومي رئیس محترم شیخ غلام حضرت په مشرۍ او د دېوانونو د رئیسانو او غړيو، د اختصاصي محکمې د قاضي، د وثایقو آمر او د تحریراتو د رئیس په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.
 یاده غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس په خپله وینا کې ګډونوالو ته وویل، ټول قضائي او اداري کارکوونکي به خپلو کارونو کې پوره کوښښ کوئ، تر څو د الله (جل جلاله) د مخلوق کارونه په خپل وخت بې له کوم ځنډه اجرا شي، د دېوانونو رئیسان او غړي مکلف دي چې د ابتدائیه محاکمو کومې فیصلې چې له نقض سره مخ وي؛ ټکي په ټکي په دقيق ډول وګوري، ټولې نيمګړتياوې یې له حوالو او دلیل سره ورته په ګوته کړي.
 دغه راز محترم رئيس زیاته کړه چې بې عذره څوک باید غير حاضري ونکړي او په رسمي وخت کې بې ضرورته نورو شعبو ته تګ او راتګ ونه شي.
 د غونډې په دوام په راغلو استهداګانو هم بحث وشو او په اړه يې د شریعت د اصولو مطابق تصمیم ونیول شو.
یاده غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی