د کابل ولایت د استیناف محکمې رئیس د اسنادو او وثایقو د ثبت له پنځو آمریتونو څخه لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۱۳:۲۵
د کابل ولایت د استیناف محکمې رئیس د اسنادو او وثایقو د ثبت له پنځو آمریتونو څخه لیدنه وکړه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې رئيس ښاغلي مولوي عبدالشکور « رشاد آخندزاده » د ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په څلورمه د دغه ولایت د اسنادو او وثایقو د ثبت د پنځو آمریتونو مسلکي او اداري چاري له نږدې وکتلې.

د مرافعه محکمې رئيس د یادو آمریتونو څخه د کتنې موخه د کارکوونکو د چارو نظارت،  په چارو کې د کارکوونکو د ستونزو تشخیص وو.

د مرافعه محکمې محترم رئیس د یادې کتنې پر مهال د پنځو آمریتونو له قاضیانو او د تحریراتو له مدیرانو سره پر مجلس سربېره د یادو آمریتونو د حاضرۍ کتابونه، وارده او صادره کتابونه او د اجرأ شوو وسایقو څو نمونې وکتلې، د کارونو د تنظیم او لابهبود په موخه یې لازم هدایات او سپارښتنې وکړې.

د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالشکور «رشاد آخندزاده» ټولو آمریتونو ته هدایت وکړ څو د تېر رژیم د هغه قوانینو له تطبیق څخه جدي ډډه وکړي کوم چې له اسلامي شریعت  سره په ټکرکې وي.

نوموړي زیاته کړه چې له مراجعینو سره باید ښه چلند وشي او د هغوی کارونه باید په معین وخت کې ترسره شې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی