د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د شکردرې او قره باغ ولسوالیو له توقیف خونو لیدنه وکړه 

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۰:۲۵
د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د شکردرې او قره باغ ولسوالیو له توقیف خونو لیدنه وکړه 


 د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الاولی میاشتې په لومړۍ نېټه د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده) په مشرۍ د تجارتي دېوان مفتي مولوي صفت الله (عباس) او د مرافعه محکمې د تحریراتو عمومي مدیر عنایت الرحمن (صافي) په ګډون يوه پلاوي د شکردرې او قره باغ ولسوالیو له توقیف خونو او ابتدائیه محاکمو څخه د چارو د څارنې په موخه لیدنه وکړه.
د يادې ليدنې په پيل کې د مرافعه محکمې پلاوي له ټولو توقیف شویو کسانو سره وکتل، د یادو کسانو خبرې او ستونزې يې واورېدې، د حل په موخه یې ټولې ورسره ولیکې، وروسته د توقیف شویو کسانو موجوده ستونزې د یادو محاکمو له مسؤولینو سره شریکې شوې.
 محترم مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده) د یادو محاکمو مسؤولینو ته جدي هدایت وکړ چې د توقیف شویو کسانو موضوعاتو ته باید ژر تر ژره رسېدنه وکړي او وخت په وخت دې له توقیف خونو لیدنه او څارنه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۵:۴۱
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې په يوه میاشت کې (۱۲۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کندهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې په يوه مياشت کې له (‎۱/ ۱۲/ ۱۴۴۵هـ ق څخه تر ۱/ ۱/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۱۲۰) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۵:۳۰
Background image

د پکتیا ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۳۰۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

په دغه راپور کې له (۱/۱۲/۱۴۴۵ څخه تر ۲۹/۱۲/۱۴۴۵ هـ ق) نېټې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې، وثایقو، د ښاري ابتدائیه محکمې، اختصاصي محکمې، د پکتیا زون ابتدائيه نظامي محکمې او د ولسوالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

د کابل د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۳۹۸) دوسیې حل او فصل کړې دي

د کابل ولایت د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې له (۱ /۱۲ /۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه تر ۲۹ /۱۲ /۱۴۴۵هـ ق) نېټې پورې (۳۹۸) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.. . .

بیا په خبرونو کی