د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د شکردرې او قره باغ ولسوالیو له توقیف خونو لیدنه وکړه 

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۰:۲۵
د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د شکردرې او قره باغ ولسوالیو له توقیف خونو لیدنه وکړه 


 د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الاولی میاشتې په لومړۍ نېټه د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده) په مشرۍ د تجارتي دېوان مفتي مولوي صفت الله (عباس) او د مرافعه محکمې د تحریراتو عمومي مدیر عنایت الرحمن (صافي) په ګډون يوه پلاوي د شکردرې او قره باغ ولسوالیو له توقیف خونو او ابتدائیه محاکمو څخه د چارو د څارنې په موخه لیدنه وکړه.
د يادې ليدنې په پيل کې د مرافعه محکمې پلاوي له ټولو توقیف شویو کسانو سره وکتل، د یادو کسانو خبرې او ستونزې يې واورېدې، د حل په موخه یې ټولې ورسره ولیکې، وروسته د توقیف شویو کسانو موجوده ستونزې د یادو محاکمو له مسؤولینو سره شریکې شوې.
 محترم مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده) د یادو محاکمو مسؤولینو ته جدي هدایت وکړ چې د توقیف شویو کسانو موضوعاتو ته باید ژر تر ژره رسېدنه وکړي او وخت په وخت دې له توقیف خونو لیدنه او څارنه کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۴۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بادغیس جلسه هفته‌وار دایرگردید

تحت رهبری الحاج شیخ عبدالخالق (امداد الحق) رئيس عمومی محکمه مرافعه ولایت بادغیس؛ به تاریخ 28 /1 /1448هـ ق جلسه هفته‌وار دایر گردید.
جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید توسط مولوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۳۴
Background image

رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان از آمریت عمومی زندان آن ولایت بازدید نمود

 محترم الحاج مولوی شمس الله (عزیزی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بغلان، با همراهی مولوی غوث الدين رئيس ديوان جزا محکمه ابتدائیه شهری، مولوی حبیب الله (سیلاب) رئیس دیوان امنیت عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا جلسه هماهنگی برگزار گردید

تحت رهبری محترم مولوی عزیز الرحمن (حقانی) رئیس محکمه مرافعه ولایت کاپیسا، با اشتراک مولوی عبدالرؤف (سعادت) رئیس محکمه شهری، مولوی فریدالله (بشار) رئیس دیوان مدنی محکمه مرافعه، عبدالقدیر. . .

بازگشت به اخبار