د پکتیکا د مرافعه محکمې رئیس د ښاري محکمې له قضائي او اداري کارکوونکو سره ناسته وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۹:۵۰
د پکتیکا د مرافعه محکمې رئیس د ښاري محکمې له قضائي او اداري کارکوونکو سره ناسته وکړه

 

د پکتیکا ولایت د استیناف محکمې رئیس د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال د رمضان میاشتې په ۱۹مه نېټه د یاد ولایت د ښاري محکمې د قضاتو او اداري کارکوونکو تر منځ د رسمي چارو د لاښه والي او پرمختګ په موخه اداري ناسته وکړه.

یاده اداري ناسته چې د استیناف محکمې د رئیس محترم الحاج مفتي عبیدالله «خالد» په مشرۍ جوړه شوې وه  او د ښاري محکمې رئیس محترم مولوي محمد اشرف«ابوخالد» او ټولو قضاتو په کې ګډون درلود د ښاري محکمې د جزاء دېوان د عضو مفتي محترم مولوي عبدالله «عمري» لخوا د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.

ورپسې د استیناف محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله«خالد» د ناستې ګډونوالو ته د تقوا، حاضرۍ ته پر پابندۍ او د قضاء اړوند چارو کې د اخلاص او صداقت په اړه تفصیلي وینا او لازمې سپارښتنې وکړې.

د استیناف محکمې رئیس وویل، واردو شویو قضیو ته باید په ټاکلي وخت رسېدنه وشي او له کوم شرعي عذر څخه پرته د خلکو په دوسیو کې ځنډ رانشي ترڅو پر محاکمو د خلکو د باور فضاء لا ډېره او د بېځایه تکلیف مخنیوي یې شوی وي.

ورپسې د ناستې ګډونوالو په خپل نوبت د کارونو د لاښه تنظیم، ستونزو او مشکلاتو ته په وخت سره د رسېدنې په اړه خبرې وکړې.

هغه ستونزې چې په ناسته کې بیان شوې الحمدلله تر ډېره حده ورته رسېدنه وشوه.

د استیناف محکمې رئیس د ناستې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د چارو د لابهبود په موخه به د دوی پر هر ډول اصولي غوښتنو غور کوي، د سترې محکمې له عالي مقام سره به یې شریکوي.

یاده اداري ناسته د ښاري محکمې د مدني او حقوقي دېوان د عضو مفتي شیخ مولوي رحیم الله «فضلي» لخوا په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی