د پکتيا ولایت مقام په دفتر کې د قضائي او حقوقي ادارو ترمنځ ناسته ترسره شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۹:۴۵
د پکتيا ولایت مقام په دفتر کې د قضائي او حقوقي ادارو ترمنځ ناسته ترسره شوه

د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رمضان میاشتې په ۶مه نېټه د پکتیا ولایت مقام په دفتر کې د قضائي او حقوقي ادارو د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه .

یاده ناسته چې د پکتيا ولایت مرستيال والي محترم مولوي انعام الله (صلاح الدین)، د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج مفتي عبیدالله (خالد)، د پکتیا زون د نظامي محکمې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالهادي (همت) او یو شمېر نورو ځایي مسؤولینو په کې ګډون درلود؛ د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

ورپسی مرستيال والي اسلامي نظام او خلکو ته د ښه خدمت کولو پر اهميت او ارزښت عالمانه وينا وکړه وویل چې اسلامي نظام د ژوند ټولو اړخونو ته کامل او شامل نظام دی او د خلکو هر ډول اړتياوې په کې پوره کېږي، د اسلامي نظام موخه دا ده چې ولسونو ته خپل حقونه ورسوي او هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د بل چا حق تر پښولاندې کړي.

وروسته د پکتيا مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج مفتي عبيدالله (خالد) د ناستې ګډونوالو ته د ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ په برخه کې هر اړخیزې خبرې وکړې وويل، تر اوسه په بېلا، بېلو برخو کې د مجرمينو دوسیې حل او فصل شوې او هڅه کوي چې ټولې دوسیې په ټاکلي وخت د اسلامي شريعت په رڼا کې حل او فصل شي.

دغه راز محترم مفتي خالد هم زیاته کړه، هغه زندانيان چې د بند موده یې پوره وي په ټاکلي وخت به خوشي کیږي .

د ناستې ګډونوالو په بېلا، بېلو قضائي او حقوقي مسایلو او د تېرو قضائي غونډو د پرېکړو په تعقيب خبرې وکړې او د نويو قضائي او حقوقي موضوعاتو په برخه کې یو لړ مهم تصميمونه ونيول شول.

ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په زابل ولایت کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، نن یکشنبه ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې او د یاد ولايت د امنيتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار زون نظامي محکمې د حقوقي دېوان رئيس الحاج مولوي حمدالله (فیاض) او قضائي هیئت، د یاد ولایت له امنیه قوماندان الحاج طالب مولوي، د امنيتي حوزو او استخباراتو د مسؤولینو ترمنځ، په ۱۵. . .

بیا په خبرونو کی