د هلمند ولایت د مرافعه محکمې د غونډو په تالار کې د مرافعه محکمې عمومي رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۱۴:۳۷
د هلمند ولایت د مرافعه محکمې د غونډو په تالار کې د مرافعه محکمې عمومي رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه


 سه شنبه ۲۴/۱۱/۱۴۴۴هـ ق نېټه د هلمند ولایت د مرافعه محکمې د ریاست په مقام کې د مرافعه محکمې عمومي رئیس مولوي محمدنبي حماس صاحب په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، چې پکې د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو قضاتو، مفتیانو، محررینو، او د تحریراتو عمومي امر ګډون درلود.
یاده اداري غونډه چې د قران کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې حماس مولوي صاحب د مجلس اجنډا په څو لنډو الفاظو کې بیان کړه، چې یوه استهداء د نهرسراج ولسوالۍ ابتدائیه محکمې اړوند او بله د مرافعه محکمې د دېوان مدني ریاست وه، چې پرې د مسؤلینو له لوري هر اړخیز بحث وشو.
همدا راز حماس مولوي صاحب وویل، چې د مراجعینو د وخت د ضیاع د مخنیوي لپاره د اصولو سره سم باید کړنې ترسره شي، او زیاته یي کړه چې راتلونکې وخت کې به د ابتدائیه محاکمو محررینو صاحبانو ته  په مشترک ډول سمینارونه وړاندې کوو.
غونډه د دعائیه په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی