د نیمروز د مرافعه محکمې رئیس د ياد ولایت د ښاري محکمې له مدني دېوان څخه ليدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۴:۲۰
د نیمروز د مرافعه محکمې رئیس د ياد ولایت د ښاري محکمې له مدني دېوان څخه ليدنه وکړه

په (۲۱/جمادی الثانیه/۱۴۴۵هـ ق) نېټه د نیمروز ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي عبدالخالق (محمدي) د دغه ولایت د ښاري محکمې د مدني دېوان له قضائي منسوبینو سره ليدنه وکړه.
د يادې ليدنې په پيل کې محترم مولوي محمدي د ياد دېوان فعالیتونه وستایل، د لا پرمختګ او د کارونو د چټکتیا لپاره یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
د ليدنې په دوام د مرافعه محکمې رئیس د مدني دېوان د ټولو کتابونو، دفترونو څېړنه او کتنه وکړه، د ياد دېوان له منسوبینو څخه یې وغوښتل چې د خلکو قضیو ته په وخت سره رسېدنه کوئ او ټولې چارې مو د اسلامي شریعت پر اساس تنظیم کړئ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی