د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د حقوقو برخې له امر او د ولسواليو له مديرانو سره وکتل

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۶ - ۹:۴۵
د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د حقوقو برخې له امر او د ولسواليو له مديرانو سره وکتل

د ننګرهار د مرافعه محکمې رئيس، د ښاري محکمې رئيس مولوي امان الله حقاني او د تحريراتو رئيس مولوي عبادالرحمن ملکزي د روان ۱۴۴۴ کال د رمضان میاشتې په پنځمه نېټه د دغه  ولایت د حقوقو له امر او د ولسوالیو له مدیرانو سره ناسته ترسره کړه.

غونډه د مرافعه محکمې د رئیس په وینا پیل شوه، د مرافعه محکمې رئیس له سترې محکمې سره د حقوقو برخې یو ځای کېدل یو  نېک اقدام وباله او بیا يې د حقوقو مدیران خپلو وظایفو ته متوجه کړل وویل، زموږ  هیوادوال دا (۲۰) کاله ډېر زیات ځورېدلي دي، دوی ته خپله غېږه خلاصه کړئ او  هڅه وکړئ چې له دوی سره په نرمه او خوږه لهجه تعامل وکړئ.

 هغه زياته کړه، ستاسو ټولو اداري مشکلاتو ته به د قانون په چوکاټ کې رسېدنه وکړو .

ورپسې د موضوع په تړاو د ښاري محکمې رئیس محترم مولوي امان الله (حقاني)  ترخبرو وروسته د ننګرهار د مرافعه محکمې د تحریراتو د رئیس مولوي عبادالرحمن (ملکزي) لخوا د حقوقو مدیران د رسمي مکتوبونو له لارې اړونده ابتدائيه محاکمو ته رسماً معرفي شول.

د حقوقو امر محمد غیاث د حقوقو د برخې په استازیتوب محاکمو ته ډاډ ورکړ چې په پوره ايماندارۍ به خپلو ورسپارل شوو دندو ته رسېدنه کوي.

غونډه د ننګرهار د مرافعه محکمې د رئیس په دعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی