د میدان وردګ ولایت محاکمو په یوه میاشت کې د (۱۴۴) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۱۶۷) وثیقې هم اجرأ کړې دي
په دغه راپور کې له ۱۴۴۵/۱/۱ هـ ق څخه تر ۱۴۴۵/۱/۳۰هـ ق نېټې د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې او ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو حقوقي، جزائي او تجارتي اجراآت شامل دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۱۵) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.
له دې جملې څخه (۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۸۶) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوي، (۲۱) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۴۲)جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.
له دې جملې څخه (۱) دوسیه مکتوبي مسترده شوې، د (۱۹) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوي،(۸) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
دغه راز په یاده موده کې (۱۶۷) بېلا بېل وثایق هم اجراء شوي دي.
