د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې د ۱۴۴۴ هـ ق کال د قضائي او اداري اجراآتو راپور

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۹ - ۱۴:۲۵
د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې د ۱۴۴۴ هـ ق کال د قضائي او اداري اجراآتو راپور

د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې ریاست د شرعي احکامو، محاکمو د ادارې اصولو، مشرتابه د فرمانونو او د دارالانشاء د عمومي ریاست د متحد المآلونو مطابق خپلې دندې په غوره توګه ترسره کړې چې د دغه ریاست د ټولو شعبو او محاکمو د قضائي او ادارې اجراآتو تفصیل په لاندې ډول دى.

١-  د حقوقي قضیو په برخه کې:

د ۱۴۴۴ هـ ق کال په جریان کې (۲۱۸۹) قضیې د مرافعه دېوانونو او ابتدائيه محاکمو ته راجع شوې دي، د هغو له جملې څخه (۵۰۷) قضیې فیصله شوې، د (۶۸۲) قضیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۷۷) قضیې مکتوبي مستردې شوې دي او پاتې نورې تر کار لاندې دي.

٢- د جزائي قضیو په برخه کې:

د ۱۴۴۴ هـ ق کال په جریان کې (۳۵۰) قضیې د مرافعه دېوانونو او ابتدائيه محاکمو ته راجع شوې چې د هغوى له جملې څخه (۱۵۲) قضیې فیصله شوې دي، د (۱۱۲) قضيو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۰) قضیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې نورې تر کار لاندې دي.

٣-د وثایقو د اجرا په برخه کې:

د مرافعه محکمې د اسنادو د ثبت، وثایقو او مخزن آمریت او ابتدائيه محاکمو (۲۳۷۴) مختلفې وثیقې اجراء کړې دي.

٤- په اداري برخه کې:

په ۱۴۴۴هـ ق کال کې د مراجعینو او د دعوي د خاوندانو له لورې د مرافعه محکمې تحریراتو ته د (۵۵۲) عریضې وړاندې شوې چې په لنډ وخت کې ورته رسېدنه شوې ده، د افغانستان اسلامي امارت د محترم مشرتابه فرمانونه، مصوبې، د سترې محکمې د عالي مقام متحدالمآلونه او مکتوبونه په ټاکلي وخت اجرا شوي او ټولو اړوندو شعبو او محاکمو ته تکثیر شوي دي.

د مرافعه محکمې د تحریراتو په وارده اوصادره کتاب کې په شمېر د(۵۱۶۱)مکتبونه وارد او صادر شوې دي.

پنځلس ورځني، احصائیوي، حقوقي، جزائي، د ښځو د میراث حقونو د حاضرۍ میاشتنى راپور او همدارنګه د ډیټابس حقوقي او جزائي راپورونه په ټاکلي وخت د سترې محکمې عالي مقام ته استول شوي دي.

په تېر ۱۴۴۴ هـ ق کال په جريان کې د ميدان وردګ ولايت مرافعه محکمې د قضائي او اداري منسوبينو سره، د مرافعې دېوانونو د رئیسانو سره، ښاري ابتدائيه محکمې دېوانونو د رئیسانو سره د عدلي، قضائي ادارو د مسؤلینو د میدان وردګ ولایت له مقام ، استخباراتو ریاست ، عدلیې ریاست، زندان، امنیه قوماندانۍ او اړوندو ادارو سره په مياشت کې د کارونو د سمون او ښې همغږۍ په موخه ګډې ناستې او غونډې ترسره کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

بیا په خبرونو کی