د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې شپږو مجرمنیو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۱۰:۲۵
د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې شپږو مجرمنیو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

نن چهارشنبه د ۱۴۴۴ کال د جمادی الثاني میاشتې په څلورمه نېټه د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې لخوا د یادې ولسوالۍ په انګړ کې د یوې ښځې په ګډون شپږو مجرمینو ته د لواطت او نامشروع اړیکو په جرمونو تعزیري سزا ورکړل شوه.

د تعزیري سزا د تطبیق په موخه جوړه شوې ناسته کې چې د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه د لغمان ولایت د استیناف محکمې عمومي رئیس، د لغمان مرستیال والي، امنیه قوماندان او نورو لوړ رتبه چارواکو سربېره علماء کرامو او عامو خلکو ګډون کړی وو.

په پیل کې علماء کرامو خپلو ویناوو کې د تعزیري سزا تطبیق د ټولنې د اصلاح او د عوامو د عبرت لپاره یوه مهمه لار وبلله  او زیاته یې کړه چې په دې سره به ان شاءالله د فساد کچه تر ډېره راکمه شي.

د غونډې په ترڅ کې د یادو مجرمینو له ډلې څلورو کسانو ته د لواطت، یوه نارینه او یوې ښځې ته د ناروا اړیکو لرلو په جرم تعزیري سزا تطبیق شوه.

یاده غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۱۶
Background image

د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات د شپږو زونونو له والیانو سره وکتل

د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب، پرون چهارشنبه (۲/۵/۱۴۴۸هـ ق) نېټه په خپل کاري دفتر کې د ملک د شپږو زونونو له والي صاحبانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۳۰
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۲۸/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند. . .

بیا په خبرونو کی