د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د دغه ولایت له یو شمېر ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۹ - ۹:۵۷
د پکتیا د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ د همغږۍ ناسته دائره شوه.  سه شنبه ۷ / ۱ / ۱۴۴۵ ھ ق نېټه د پکتیا ولایت مرافعه محکمې د ریاست په مقر کې د ذیربطو ارګانونو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه. په یاده ناسته کې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس مفتي امان الله «منقاد حقاني»، د پکتیا ولایت ښاري ابتدائيه محکمې رئيس مولوي محمدرحیم «نعماني»، د پکتیا ولایت مرافعه محکمې او د ښاري ابتدائيه محکمې ریاست قضائي غړو، د حقوقو آمر مفتي عزت الله«محمدي»، د پکتیا ولایت استخباراتو د تحقیق مدیر مولوي نعمان، د پکتیا ولایت د محبس


د ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې په ۷مه نېټه د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس ښاغلي الحاج عبدالله (فرقاني) د لغمان ولایت د ښاري محکمې په ګډون د علیشنګ او دولت شاه ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د مرافعه محکمې عمومي رئیس د یادو محاکمو حاضري، د هغوی اداري او قضائي کړنې له نږدې څخه ولیدې چې د هغوی سمې کړنې يې و ستایلې.

دغه راز د مرافعه محکمې رئیس د یادو محاکمو مسؤولینو او منسوبینو ته د وینا پر مهال د ټینګار وکړ چې حاضرۍ ته پابند اوسي، د خلق الله کارونه په چټکتیا ترسره وکړي.

د مرافعه محکمې رئیس زیاته کړه چې د قاضي په صفت دنده ترسره کول امتیاز نه؛ بلکې الهي امانت دی، دا باید منحیث د مسؤولیت قبول کړو ترڅو مو د اسلامي امت خدمت په صداقت او امانتدارۍ ترسره کړی وي او په اخرت کې موخپل رب (جل جلاله) له ځان څخه راضي کړی وي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی