د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د بادپښ له ابتدائیه محکمې لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۱:۱۲
د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د بادپښ له ابتدائیه محکمې لیدنه وکړه

د روان کال د محرم الحرم میاشتې په ۱۲مه نېټه د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس ښاغلي الحاج مولوي عبدالله (فرقاني) د لغمان ولایت بادپښ ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د مرافعه محکمې د عمومي رئيس له دغه سفر څخه هدف د یادې ولسوالی د ابتدائیه محکمې له حاضرۍ او نورو ورځینو اجراآتو څخه له نږدې کتنه وه.

د مرافعه محکمې رئیس د یادې محکمې مسؤولینو ته په خطاب  کې وویل، کوښښ وکړئ چې تل خپلو دندو ته پابند پاته شئ، له مراجعینو سره نېک او سم چلند وکړئ او د هغوی موضوعات په عادلانه ډول حل کړئ.

دغه راز محترم مولوي عبدالله (فرقاني) وویل، زه غواړم د ولایت په کچه د یوې محکمې دروازه هم د عام ولس پر مخ بنده پاتی نشي او د مراجعینو کارونه د اسلامي شریعت په رڼا کې حل او فصل شي.

د یادونې وړ ده چې د لغمان د مرافعه محکمې رئیس د ابتدائیه محاکمو د چارو د بررسۍ او مدیریت په موخه وخت پر وخت د ولسوالیو ابتدائیه او ښاري ابتدائیه محاکمو له چارو څخه له نږدې کتنه او بررسي کوي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

بیا په خبرونو کی