د لغمان د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۹:۵۳
د لغمان د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه


د روان ۱۴۴۵ کال د جمادی الأولی میاشتې په ۸مه نېټه د لغمان ولایت د مرافعه محکمې د رئيس محترم الحاج مفتي عبدالله (فرقاني) په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه.
 په دې غونډه کې چې د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو، د ښاري محکمې رئیس، د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو رئیسانو، د لغمان ولایت اړوند قضاتو، د مرافعه محکمې د حقوقو او تحریراتو آمرینو په کې ګډون درلود، د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د غونډې  ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه، د غونډې پر اهمیت او ارزښت يې وینا وکړه، وويل، دا ډول غونډو سره زموږ په چارو کې اصلاحات راځي، همدارنګه کولای شو چې خپلې ستونزې په کې شریکې او حل يې پیدا کړو.
نوموړي زياته کړه، ټول قاضي صاحبان باید په قضائي چارو کې د هېچا تر اغيزې لاندې را نشي، چاته اجازه مه ورکوئ چې د محاکمو قوانین او اصول تر پښو لاندې کړي، زموږ ټولو هدف یو او د شرعي نظام ثابت ساتل دي، باید ټول په ګډه د دې نظام څخه دفاع وکړو، هیڅکله خپل مسیر ته تغیر ورنکړو تر څو مو د الله تعالی له خوا د را لېږل شوي شرعي قانون په انفاذ کې د توان مطابق حق ادا کړی وي او همداراز مو د سترې محکمې د عالي مقام استقلالیت او حیثیت خوندي ساتلی وي.
د يادې اداري غونډې په دوام د محاکمو کړنې وارزول شوې او د شته نېمګړتیاوو په اړه اړوند مسؤولینو ته لازم هدایات ورکړل شول.
د غونډې په وروستۍ برخه کې ګډونوالو خپلې ستونزې بيان کړې چې د مرافعه محکمې د رئیس لخوا د ستونزو د حل په موخه ورته لازمې لارښوونې وشوې.
 ياده غونډه د افغانستان او نړۍ مسلمانانو ته د خیر او فلاح دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د جوزجان د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکه 

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست رئيس محترم حافظ مولوي عبدالعزيز (ميوندي) په مشرۍ د یاد رياست پلاوي د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د صفرالمظفر مياشتې په ۲۳مه نېټه جوزجان ولایت ته د سفر پر مهال. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۴:۳۰
Background image

د سترې محکمې اداري مرستيال د وثايقو آمريتونو له مراجعينو سره ليدنه وکړه

د سترې محکمې اداري مرستيال محترم شيخ عبدالمالک (حقاني) د کابل د مرافعه محکمې اړوند د وثايقو آمريتونو له مراجعينو سره په ۲۳/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه له نږدې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې محترم. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۳:۴۸
Background image

د خوست ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې (۵۲) عرض پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د خوست ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې له ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې پورې (۵۲) حقوقي عرض پاڼو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات. . .

بیا په خبرونو کی