د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کاپيسا ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۵:۸
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کاپيسا ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې يو ټاکل شوي پلاوي د قضائي تفتيش د عمومي رياست د رئيس محترم مولوي عبدالرحمان (فراهي) په مشرۍ، چې مولوي عبدالاحد (حماد) او مولوي عبدالله (ذکي) پکې د غړيو په توګه دنده لرله، د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ۱۴مه نېټه د کاپيسا ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ.
 ياد پلاوي د سفر او ليدنې په پیل کې د کاپيسا ولايت د مرافعه محکمې له محترم سرپرست رئیس سره وکتل، ورپسې يې د بندیانو ستونزو د څېړلو په موخه د یاد ولایت له مرکزي زندان (محبس) څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس اړوند د ټولو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت، شکایتونه، ستونزې يې له ځان سره وليکلې او بیا يې د اړونده محاکمو سره شریکې کړې.
د سترې محکمې د عالي مقام لخوا ټاکل شوي پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړونده دېوانونو، د وثایقو آمریت او حقوقو مديريت څخه په جلا جلا ډول لیدنه وکړه.
نوموړي پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو له قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخېستل او د چارو د سمون په برخه کې ورته لازمې لارښوونې وکړې. ياد پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او لوژستیکي نیمګړتیاوې له ځان سره وليکلې او د ليدنې په وروستيو کې يې د ستونزو د حل، خنډونو د له منځه وړلو، د شته نیمګړتیاوو د اکمال په اړه د کاپيسا ولایت د مرافعه محکمې د ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ځينې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.
ياد پلاوي د څارنې او ليدنې په دوام د ولسوالیو د مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړونده ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
ياد پلاوي د کاپيسا ولايت د محاکمو په وړاندې د شته ستونزو دقیقه او هر اړخیزه څيړنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې ټاکل شوي هيئت د قضائي پلټنې پر مهال د یوې قضائي موضوع له نږدې په دقیقه توګه پلټنه وکړه.
د قضائي تفتیش د څارنې او پلټنې پلاوي ياد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې په(۲۱) مه نېټه پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۳:۴۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته د تهدید او قتل د اخطار په جرم، نن دوشنبې (۳/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

بیا په خبرونو کی