د قضائي تعلیماتو عمومي ریاست کې جوړ شوی قضائي سیمینار نن پای ته ورسېد

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۱:۳۷
د قضائي تعلیماتو عمومي ریاست کې جوړ شوی قضائي سیمینار نن پای ته ورسېد

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې اړوند قضائي تعلیماتو ریاست کې جوړ شوی قضائي سیمینار چې د ۱۹ ولایتونو د اختصاصي محاکمو قضاتو او مفتي صاحبانو په کې ګډون کړی و، نن پای ته ورسېد.

په دغه قضائي سیمینار کې چې یوه اونۍ مخکې پیل شو د مسلکي استادانو او شیوخ کرامو لخوا ګډونوالو ته په عملي او نظري توګه د قضاء برخه کې روزنه ورکړل شوه.

د سیمینار په اختتامیه ناسته کې د سترې محکمې اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک حقاني صاحب، د سترې محکمې قضائي معاون محترم شیخ محمد قاسم راسخ صاحب او نورو مسؤولینو خبرې وکړې.

د سترې محکمې اداري معاون محترم شیخ عبدالمالک حقاني صاحب وویل، دا ملت ډېر ځورول شوی دی او پر موږ یې حق دی چې په ښه توګه یې خدمت وکړو.

ښاغلي حقاني صاحب زیاته کړه، دا هیواد زموږ کار او ستړیاوو ته اړتیا لري او د رغونې لپاره یې بل څوک نشته چې کار وکړي، نو الله (جل جلاله) چې موږ ته کوم علوم او وړتیاوې راکړي دي باید ګټه یې نورو ته ورسوو.

د سترې محکمې اداري معاون دغه راز وویل، زموږ او ستاسو مسوؤلیت تر نورو زیات دی؛ ځکه د مشرتابه مقام لخوا ځانګړي صلاحیتونه او استقلالیت راکړل شوی دی، باید شپه او ورځ د دې ملت خدمت ته نه ستړي کیدونکی خدمت وکړو، ځکه دعوت کولای شو، د منکراتو مخنیوی کولای شو، د ظالم لاس نیولی شو او د مظلوم سره تعاون او همکاري کولای شو، نو باید دا ستړی ملت هوسا کړو او پر اسلامي امارت یې باور قوي کړو.

دغه راز د سترې محکمې قضائي مرستیال محترم شیخ محمد قاسم راسخ صاحب د سیمینار د اختتامیه ناستې ګډونوالو ته وویل، زه د خپل او د محترم قاضي القضات له لوري تاسو ته سلامونه وایم، د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات موږ ستاسو د حال د پوښتنې او تعارف لپاره راولېږلو.

محترم شیخ محمد قاسم راسخ صاحب زیاته کړه، اوس الحمدلله افغانستان کې ډېر پرمختګونه روان دي.

نوموړي وویل، د سیمینار هدف دا دی چې د قضاء اړوند مهم موارد درته وښودل شي او په راتلونکي کې ترې ګټوره استفاده وکړی.

یاده ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی