د فراه محاکمو په دوو اونیو کې د (۱۵۱) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۲۲۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۹ - ۱۱:۴۶
د فراه محاکمو په دوو اونیو کې د (۱۵۱) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۲۲۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

په دغه راپور کې له ۱۴۴۴/۱۱/۷ هـ ق نېټې څخه تر ۱۴۴۴/۱۱/۱۹هـ ق نېټې د فراه ولایت د مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې او د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو حقوقي او جزائي اجراآت شامل دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېرو دوو اونیو کې د فراه ولایت محاکمو ته (۶۵) حقوقي دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.
له دې ډلې (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۵) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوي، (۲۷) فیصله شوې او پاته نورې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېرو دوو اونیو کې د فراه ولایت محاکمو ته (۱۵۷) جزائي دوسیې راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې.
له دی جملې څخه (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۳۲) دوسیو په اړه قضائي قرار صادر شوي، (۸۳) فیصله شوې او پاته نورې تر کار لاندې دي.
دغه راز په یاده موده کې (۲۲۲) بېلا، بېلې وثیقې هم اجرا شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۳
Background image

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې له خوا د حقوقو آمر او مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي)؛ له‌خوا په ۲۸/ ۱۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه، د مرافعه محکمې او ټولو ابتدائيه محاکمو د حقوقو مدیرانو لپاره یو ورځنی علمي او. . .

بیا په خبرونو کی