د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات حفظه الله جوزجان ولایت ته سفر وکړ

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۵ - ۱۱:۰
 د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات حفظه الله جوزجان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) حفظه الله ولایتونو ته د خپلو سفرونو په دوام تېره یکشنبه (۷/۲/۱۴۴۴ هـ ق)  نېټه د یوه قضائي پلاوي په مشرۍ د قضاء برخه کې د موجوده ستونزو د حل په موخه جوزجان ولایت ته سفر وکړ.

محترم قاضي القضات حفظه الله د دغه سفر پر مهال د جوزجان د استیناف محکمې په تالار کې د مرافعه محکمې له رئیس الحاج عبدالوهاب (زاهد)، محترم والي او مرستیال والي، د استیناف، ښاري او ابتدایه محاکمو د دېوانونو رئیسانو، مفتيانو او محررینو، د عدلیې له رئیس او نورو اړوند اداري مسوولینو سره وکتل.

د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) حفظه الله په یاده ناسته کې د محاکمې د اصولو په اړه خبرې وکړې وویل، حقوقي او جزائي قضیو ته دې د شرعي او حنفي فقهې د اصولو مطابق رسېدنه وشي.

محترم شیخ صاحب حفظه الله له عدلي او قضائي ارګانونو سره پر نېک تعامل ټینګار وکړ.

شیخ صاحب حفظه الله ولایتي مسوولینو ته په خطاب وویل، خپلې چارې په ښه ډول ترسره کړئ، تر څو هیوادوال له اسلامي امارت څخه راضي او خوښ وي.

محترم قاضي القضات حفظه الله ټینګار وکړ چې ولایت مقام دې له محاکمو سره همکاري وکړي، د قضاتو امنیت ساتنې ته دې جدي توجه وکړي تر څو قضات وکولای شي چې په ښه ډول عدالت تامین کړي.

یاده ناسته د عاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۱۶
Background image

د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات د شپږو زونونو له والیانو سره وکتل

د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب، پرون چهارشنبه (۲/۵/۱۴۴۸هـ ق) نېټه په خپل کاري دفتر کې د ملک د شپږو زونونو له والي صاحبانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۳۰
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۲۸/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند. . .

بیا په خبرونو کی