د سترې محکمې د جزا دېوان د عمومي رئیس په هڅو بلخ ولایت کې د مقتولې کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۱۵:۲
د سترې محکمې د جزا دېوان د عمومي رئیس په هڅو بلخ ولایت کې د مقتولې کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د مفتي عبدالحی (شاکر) په ملتیا بلخ ولایت ته د سفر پر مهال د قتل د یوې موضوع له طرفینو سره وکتل او د یاد پلاوي په ترغیب د مقتولې وارثینو قاتل ته بخښنه وکړه.
یاده پېښه چې په نتیجه کې یې یو کس یوه مېرمن په قتل رسولې وه د بلخ ولایت محاکمو ته تر راجع کېدو وروسته د مربوطه محاکمو لخوا په غور او دقت وڅېړل شوه.
ابتدائیه او مرافعه محکمې دغه دوسیه نهايي کړې وه؛ خو د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د قضیې له طرفینو سره په کتنه کې د مقتولې وارثین د قاتل بخښنې ته ترغیب او وهڅول او په نتیجه کې د مقتولې وارثینو قاتل ته بخښنه وکړه او قضیه یې په رسمي ډول پای ته ورسېده.
د یادې پرېکړې تر ابلاغ وروسته د قضیې دواړو لوریو خوښي څرګنده کړه او قاتل په خپل عمل پېښمانه او د مقتولې له وارثینو یې بخښنه وغوښته.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۱:۴۴
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۶۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۱۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې له (۳/ ۱۲/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه تر ۱۵ /۱۲ / ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۳۶۱) دوسيو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۱:۲۶
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۲۱۸) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې له (۱۶/ ۱۱/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۱/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې) پورې په په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۲۱۸) دوسيو ته رسېدنه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۱:۲۳
Background image

د سترې محکمې د اجراآتو ارزونې او ظرفيت لوړونې رياست لخوا د سترې محکمې اداري کارکوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنيز سيمينار جوړ شو

د اجراآتو ارزونې او ظرفیت لوړونې ریاست، د سترې محکمې محترم عالي مقام د هدایت په اساس، د روزنیزو سیمینارونو په دوام؛ د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو اداري کارکوونکو د ظرفيت لوړونې په موخه. . .

بیا په خبرونو کی