د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس د یوناما له استازو سره وکتل

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۹:۴۰
د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس د یوناما له استازو سره وکتل

نن پنجشنبه (۱ /۲ /۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس محترم مولوي عبدالرحیم (راشد) د یوناما د بشر حقونو له رئیسې مېرمن فیونا فریزر او د یاد سازمان د قانون د حاکمیت څانګې له مسؤول سمویل اوپوکو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې لیدنه کې د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس د یوناما له استازو سره په افغانستان کې د محبوسینو په اړه د یوناما د بشر حقونو څانګې پر جوړ کړي راپور تفصیلي بحث وکړ.

محترم (راشد) صاحب وویل، د اسلام مبارک دین د بندیانو لپاره داسې حقوق وضعه کړي چې په بل هېڅ قانون کې نه تر سترګو کېږي، د افغانستان د قضائیه قوې محترم مشرتابه د بندیانو د وضعیت معلومولو او هغوی ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه د هیواد په کچه لوړرتبه پلاوي جوړ کړي دي چې له نږدې څخه د زندانیانو د وضعیت پوښتنه کوي.

محترم مولوي عبدالرحیم (راشد) زیاته کړه، د سترې محکمې د عالي مقام د هدایت په اساس د افغانستان په هر ولایت کې د مرافعه محاکمو رئیسان مؤظف شوي چې وخت پر وخت له زندانونو له نږدې لیدنه وکړي، د زندانیانو د ستونزو په اړه د دوی نظر واخلي او په ټاکلي وخت رسېدنه ورته کړي.

نوموړي د قضاتو د روزنې په مورد د یوناما د یادو استازو څرګندونو ته په ځواب کې وویل، د سترې محکمې په تشکیل کې د قضاتو د مسلکي روزنې په موخه د قضائي زده کړو عمومي ریاست جوړ شوی دی چې د یاد ریاست له لوري د محاکمو قضائي غړو ته لنډمهاله او اوږدمهاله قضائي سیمینارونه جوړوي او په یاده برخه کې د مسلکي استادانو لخوا ورته نظري او عملي روزنه ورکول کېږي.

د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو محترم رئیس د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته په افغانستان کې د پرمختګونو په اړه څرګندونې وکړې وویل، د اسلامي نظام له حاکمیت وروسته زموږ د هیواد په هره برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي، د بېلګې په ډول اداري فساد له منځه تللی، عدالت او امنیت په بشپړ ډول تامین دی، د نشه يي توکو کرکېله او قاچاق بیخي صفر ته رسېدلي دی.

نوموړي د یوناما له سازمان څخه غوښتنه وکړه چې نړیوالو ته د افغانستان حقیقي تصویر وړاندې کړي او د خپلو راپورونو جوړولو پر مهال دې تعادل په پام کې ولري.

د یوناما د بشر حقونو رئیسې مېرمن فیونا فریزر او د یاد سازمان د قانون د حاکمیت څانګې مسؤول سمویل اوپوکو د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو له رئیس سره په لیدنه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې دوی به هڅه وکړي نړیوالو ته د افغانستان حقیقي تصویر انعکاس کړي.

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۱:۱۸
Background image

د غزني ولايت آب بند ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د غزني ولايت آب بند ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ په ۶/ ۱۲/ ۱۴۴۷ هـ ق د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د آب بند ولسوالۍ اړوند د (دالانو) په کلي کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۰:۵۰
Background image

د لغمان ولایت قرغه‌يي ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د لغمان ولایت د قرغه‌يي ولسوالۍ ابتدائیه محکمې رئیس مولوي جمال الدین (حقاني) په هڅو؛ د مصلحينو په منځګړیتوب، په ۱۷/ ۱۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۷۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶ /۱۱ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰ /۱۱ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۷۹) دوسيو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی