د سترې محکمې اداري کارکوونکو ته د کمپیوټر اساسي زده کړې یو میاشتنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۴:۵۱
د سترې محکمې اداري کارکوونکو ته د کمپیوټر اساسي زده کړې یو میاشتنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

د سترې محکمې د ظرفیت لوړونې ریاست د خپلو روزنیزو پروګرامونو په دوام، دا ځل د یوه میاشتني روزنیز پروګرام له لارې د دې ادارې (۲۴) نورو اداري کارکوونکو ته د کمپیوټر د اساسي زده کړو برخه کې روزنه ورکړه.

د ظرفیت لوړونې ریاست لخوا د کمپیوټر د اساسي زده کړې په دغه پروګرام کې چې د روان هجري قمري کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۰مه نېټه پیل شو، د سترې محکمې ۲۴ اداري کارکوونکو ته په اساسي ډول د Microsoft Word  مکمل پروګرام تدریس شو.

د دغه روزنیز پروګرام په پای غونډه کې چې نن چهارشنبې (۲۲/۸/۱۴۴۴ هـ ق) نېټه د ظرفیت لوړونې ریاست په درسي تالار کې جوړه شوې وه، د ظرفیت لوړونې رئیس محترم حافظ نصیراحمد (صیاد) صاحب تر وینا وروسته فارغینو ته تصدیق پاڼې ووېشل شوې.

یاد پروګرام د دعاء په ویلوسره پای ته ورسېد.

د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د ظرفیت لوړونې ریاست له تېر یو کال راهیسې د اتو روزنیزو پروګرامونو له طریقه د سترې محکمې او ابتدائیه محاکمو اړوند شاوخوا ۱۰۰ کارکوونکو ته د کمپیوټر برخه کې اساسي روزنه ورکړې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د کابل ولايت د حقوقو رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کابل ولايت د حقوقو ریاست رئيس محترم مفتي نصيب الله (طیب) په مشرۍ؛ د څلورو زونونو د تطبيق آمرينو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۳/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
یاده غونډه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۸
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۲۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر (۱/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۲۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۲:۶
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۵) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۵)  ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ او تابلیت کا)، الکولي مشروباتو، پوډرو، شیشې او چرسو د خرڅلاو او قاچاق. . .

بیا په خبرونو کی