د زابل د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۵:۶
د زابل د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه ترسره شوه


د روان ۱۴۴۵ ھ ق کال د جمادی الثانيه مياشتې په ۱۸مه نېټه د زابل ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د ښاري ابتدائیه محکمې، عدليې رياست، پوهنې رياست، امنيه قوماندانۍ، ټولګټو رياست، ترانسپورت مدیریت او د نفت او ګازو مديريت مسؤولينو او استازو په شتون کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې محترم رئيس راغلو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه.
د غونډې په دوام د عدليې ریاست رئیس د غونډې د اجنډا په اړه معلومات وړاندې کړل، وروسته د اړوندو ادارو استازو د خپلو اړوند ادارو د ځمکو د غصب شويو ملکيتونو يادونه وکړه، چې د پوهنې رياست ملکيتونه، د امنيه قوماندانۍ، ګازو او نفتو مديریت ملکيتونه د شخصي اشخاصو لخوا غصب شوي دي.
د غونډې ګډونوالو وويل، د غصب شويو ځمکو په بېرته را ګرځولو کې د محاکمو له مسؤولينو پوره همکاري غواړو.
د مرافعه محکمې محترم رئيس د غونډې ګډونوالو ته وويل، ټول هغه  ملکيتونه چې د ادارو ترمنځ يا هم د شخصي اشخاصو لخوا غصب شوي وي، تاسو يې موضوع محاکمو ته راجع کړئ، ترڅو محاکم په خپله برخه کې له شریعت او اصولو سره سم فیصله وکړي.
د غونډې په وروستيو کې ګډونوالو د مرافعه محکمې د عمومي رئيس نظر تائيد کړ او وويل چې موږ به د خپلو غصب شويو ملکيتونو دعوې محاکمو ته راجع کړو، تر څو له شريعت او اصولو سره سم فيصلې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی