د خوست د مرافعه محکمې عمومي رئیس د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه
د روان کال ۱۲ /۷ /۱۴۴۵هـ ق نېټه د خوست ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج مولوي امین الله (منیب)، د جزا دېوان رئیس مولوي محمد (مدني)، د یاد دېوان قضائي محرر مولوي شفیع الله (خالد)، د عامه امنیت دېوان قضائي محرر مولوي جلال (پروانه) او د مرافعه محکمې د تحریراتو آمر ملا امین الله (حنفي) د خوست ولایت له مرکزي زندان (محبس) څخه لیدنه وکړه.
په دې ليدنه کې یاد پلاوي د ټولو بنديانو څخه د محبس د امنیتي پولیسو د رفتار، برخورد او د اړتیا وړ توکو په اړه پوښتنې وکړې، چې ټول بنديان د محبس د انتظام او د مسؤولينو له برخورد څخه خوشحاله وو.
د ليدنې په دوام یاد پلاوي د ټولو بنديانو د موضوعاتو اجمالي راپور له ځان سره یادداشت او د اړوند محاکمو سره یادو موضوعاتو ته د رسېدنې په موخه شریک کړ.
یاد پلاوي د لیدنې په پای کې د محبس مسؤولينو ته د بنديانو سره د ښه رفتار، نيک سلوک او د اړتیا وړ توکو د پوره کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.