د خوست  محاکمو په یوه میاشت کې د  (۱۰۲) دوسیو  پر حل او فصل سربېره، (173) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۴:۳۶
د خوست  محاکمو په یوه میاشت کې د  (۱۰۲) دوسیو  پر حل او فصل سربېره، (173) وثیقې هم اجرا کړې دي

په دغه راپورکې  له ۱ /۱ /۱۴۴۵هـ ق څخه تر  ۳۰ /۱ /۱۴۴۵هـ ق نېټې پورې د خوست ولایت د مرافعه محکمې،  ښاري ابتدائیه محکمې او ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو حقوقي،  جزائي او تجارتي اجراآت شامل دي:

په حقوقي برخه کې:

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې په حقوقي برخه کې (4) دوسیې مکتوبي مستردې کړې، د (12) دوسیو په اړه یې قضائي قرارونه صادر کړي، (20)دوسیې یې فیصله کړې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

 د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې په جزائي برخه کې (10) دوسیه مکتوبي مستردې کړې، د (5) دوسیو په اړه یې قضائي قرارونه صادر کړي، (51) دوسیې یې فیصله کړې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

دغه راز په یاده موده کې (173) بېلا بېل وثایق هم اجرا شوي دي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۱:۱۸
Background image

د غزني ولايت آب بند ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د غزني ولايت آب بند ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ په ۶/ ۱۲/ ۱۴۴۷ هـ ق د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د آب بند ولسوالۍ اړوند د (دالانو) په کلي کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۰:۵۰
Background image

د لغمان ولایت قرغه‌يي ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د لغمان ولایت د قرغه‌يي ولسوالۍ ابتدائیه محکمې رئیس مولوي جمال الدین (حقاني) په هڅو؛ د مصلحينو په منځګړیتوب، په ۱۷/ ۱۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۷۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶ /۱۱ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰ /۱۱ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۷۹) دوسيو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی