د بلخ محاکمو په دوو اونیو کې د (431) دوسیو په حل او فصل سربېره (352) وثیقې هم اجرا کړې

په دغه راپور کې له 1 /3 /1445هـ ق نېټې څخه تر13 /3 /1445 هـ ق نېټې د بلخ ولایت اړوند مرافعه محکمې، د زون نظامي محکمې، د ښاري محکمې دېوانونو او ټولو ابتدائیه محاکمو قضائي او حقوقي او آمریت وثایق اجراآت شامل دي.
په حقوقي (مدني او تجارتي) برخه کې:
په یاده موده کې د بلخ ولایت محاکـــــمو ته (279) بېلا بېلې حقوقي(مدني اوتجارتي) دوسیې واردې شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې ډلې (71) دوسیې فیصله شوې دي، (26) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (170) دوسیو په اړه قرار قضائي صادر شـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوي او نورې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په یاده موده کې د بلخ ولایت محاکـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمو ته (145) بېلا بېلې جزائي دوسیې واردې شوې دي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شـــــــــــــــــــــمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (56) دوسیې فیصله شوې دي، (16) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي، د (92) دوسیو په تړاو قرار قضائي صادر شوي او پاتې نورې تر کار لاندې دي.
دغه راز په یاده موده کې (۳۵۲) بېلا، بېلې وثیقې هم اجرا شوې دي.