د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې لخوا په غزني ولایت کې په دوو تنو قاتلينو باندې د قصاص الهي حكم تطبيق شو

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۳:۵
د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې لخوا په غزني ولایت کې په دوو تنو قاتلينو باندې د قصاص الهي حكم تطبيق شو

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله وكفى والصلوة والسلام على عباده الذين اصطفی، اما بعد:

قال الله تبارك وتعالى: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاة يا أولي الألباب لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (البقرة: ۱۷۹)

ژباړه: ستاسو لپاره په قصاص کې ژوند دی، اې د عقل خاوندانو د دې لپاره چې تاسو تقوا حاصله کړئ.

و ايضاً قال الله تعالى: وَمَن قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيْهِ سُلْطَانًا فَلَا يُسْرِف فِي الْقَتْلِ - إِنَّهُ كَانَ مَنصُورًا (۳۳) الاسراء

 او څوك چې مظلوم وژل شوى وي، د هغه وارث ته موږ د غچ غوښتنې (قصاص) حق ورکړی دى، نو پكار ده چې هغه په وژلو کې له حده تېرى ونه کړي، له هغه سره به مرسته وشي.

نن ورځ د غزني ولایت په مرکز کې په دوو تنو قاتلينو باندې د الله جل جلاله حکم (قصاص) تطبيق کړل شو.

دغه دوه تنه قاتلين چې د بېلا - بېلو پېښو له امله  د قصاص حکم پرې صادر شوی و، شهرت يې په لاندې ډول سره دی:

لومړی قاتل سيد جمال ولد سيد محمود ولديت سيد رسول د ميدان وردګ ولايت، سيد آباد ولسوالۍ، د لوړې کلي اصلي او فعلي اوسېدونکی و، چې مقتول امير محمد ولد سلطان محمد ولديت خيرمحمد یې، چې د ميدان وردګ ولایت، سیدآباد ولسوالۍ، د لوړې کلي فعلي او اصلي اوسېدونکی و، په ۱۴۳۸ د ذوالحجې په ۱۰ مه نېټه په آله جارحه چاقو سره وژلی و.

دوهم قاتل ګل خان ولد شاه ولي ولديت سيد جمال، د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د سليم چار دېوال کلي اصلي او فعلي اوسېدونکی و، چې مقتول محمد قسیم ولد نظر الدين ولديت ملا عبدالرحیم چې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د سليم چار دېوال کلي اصلي او فعلي اوسېدونکی و په ۱۲/۱۰/۱۴۰۰ ھ ش نېټه په آله جارحه چاقو سره وژلی و.

دغه دواړه موضوعات د اسلامي امارت د درې ګونو محاکمو (ابتدائیې، مرافعې او تمیز) لخوا په بېل_بېل ډول په خورا دقیق او مکرر ډول وڅېړل شول، چې په پايله کې پرې د قصاص حکم صادر او تائید شو، وروسته دغه حکمونه د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر امير المؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله حضور ته د تائید لپاره وړاندې کړل شول. د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله لخوا هم د دغو موضوعاتو په اړه د وروستي احتیاط په منظور فوق العاده څېړنه وشوه، چې په نهایه کې په قاتلينو باندې د قصاص شرعي حكم د تطبيق امر ورکړل شو او د دغو حکمونو د تطبیق لپاره د هیواد سترې محكمې ته هدایت و شو، چې دغه د قصاص حکمونه نن پنج شنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د شعبان المعظم د میاشتې په ۱۱ مه نېټه د غزني ولایت په مرکز د علي لالا د کلي په فوټبال سټيډيم کې د هیواد والو په یوه مجموعه کې تطبیق کړي.

د قصاص د ترسره کېدو په موخه د هیواد د قاضي القضات شيخ عبدالحکيم حقاني صاحب په هدایت د سترې محکمې د مرکزي تميز اړوند د جزا دېوان عمومي رئيس محترم مفتي عتيق الله دروېش صاحب په مشرۍ، د جزا دېوان د مفتي مولوي عبدالحی (شاکر) او د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس مولوي عبدالرحيم راشد په ملتیا يو پلاوی لېږل شوی و.

په دې غونډه کې د غزني ولایت د مرافعه محکمې رئيس مفتي عبدالرحمن عزيزي، د غزني ولایت د دېوان جزا رئيس مولوي محمد مبين الطاف، د غزني ولایت والي الحاج حافظ محمد امين عمري، د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئیس مولوي عبدالکریم حقاني، د غزني مرستيال والي مولوي رحیم الله محمود،  د غزني امنيه قوماندان مولوي محمد عالم مخدوم، ګڼ شمېر نورو مسؤولينو او په زيات تعداد عامو هيوادوالو ګډون کړی و.

د غونډې په پای کې په هیواد کې د سرتاسري امنیت د لا ټینګښت، د خلکو شرعي حقوقو ته د لا رسېدا او د اسلامي شریعت د لا ښه تطبيق لپاره دعاء وشوه او غونډه د قاتلينو په وژنه او په دې اړوند د الله تعالی د ستر حکم قصاص په تطبیق پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د غزني ولایت اجرستان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولینو په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع حل شوه

د غزني ولایت د اجرستان ولسوالي ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړیتوب، په ۳۰ /۲ /۱۴۴۸هـ ق د دوو کورنیو تر منځ د قتل موضوع حل او فصل شوه.
د قتل یاده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۵:۶
Background image

د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شيخ غلام حضرت (ابوالمنذر زاهدي) په مشرۍ؛ د دېوانونو رئيسانو، آمرینو، د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئيس او اړوند دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲۱/ ۲/. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

د کابل ولايت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړیتوب، په ۱۹ / ۲ / ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده پېښه،. . .

بیا په خبرونو کی