محترم مولوي حمدالله د کابل ولایت د مخدره توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د سرپرست رئیس په توګه معرفي شو

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۱:۲۸
محترم مولوي حمدالله د کابل ولایت د مخدره توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د سرپرست رئیس په توګه معرفي شو

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوی ابتدائیه محکمې نوی سرپرست رئیس محترم مولوي حمدالله  په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یوې غونډې په ترڅ کې د یادې محکمې قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته معرفي او رسماً یې دنده پیل کړه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د یادې محکمې مخکني رئیس محترم مولوي روح الله (حبیبي)، د (با) دېوان رئیس مولوي عبدالله (عابد)، د (ج) دېوان رئیس مولوي عبیدالله (عبیدي)، د یادې محکمې قضائي غړو، اداري کارکوونکو، علماء کرامو، د توقیف خونې مسؤولینو او د تدقیق او پلټنې مسؤولینو ګډون درلود.
 غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د نشه يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې سرپرست محترم مولوي حمدالله، د محترم مولوي روح الله (حبیبي) لخوا ګډونوالو ته ور معرفي شو.
د غونډې په دوام محترم مولوي حبیبي وویل، مولوي حمدالله تر دې دمه د کابل ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون جزا دېوان د رئیس په توګه دنده ترسره کوله، له دې وروسته به په دې ابتدائيه محکمه کې د سرپرست رئیس په توګه خدمت کوي، د الله تعالی له دربار څخه ورته په چارو کې د بریالیتوب غوښتونکي یو.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۳
Background image

د کابل ولايت د حقوقو رئيس د دغه ولایت د څلورو ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

د کابل ولايت د حقوقو رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب)، د ۱۴۴۸ هـ ق کال د ربيع الآخر میاشتې په ۲۸مه او د جمادی الأولی میاشتې پر لومړۍ او دویمه نېټه د دغه ولايت د ده سبز، سروبي، پغمان او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳۵
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۴۳) وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې (له ۸ /۳ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې د (۴۳) بېلا بېلو وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړې دي.
 یاد کمېسیون د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۲۰
Background image

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د ربيع الآخر میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د روان ۱۴۴۸ هـ ق کال د ربيع الآخر میاشتې په جریان کې د (۹۵) بېلا بېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي؛ چې په دې. . .

بیا په خبرونو کی