د کابل ولايت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي او پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۹
د کابل ولايت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي او پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي ذبېح‌الله (ساجد) د مطبوعاتو د مدیر په ملتیا، د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې په ۱۲، ۱۴ او ۱۶مه نېټه د کابل ولايت د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه، د ده سبز، خاکجبار، بګرامي، موسهي او چهارآسیاب ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې رئيس په دې لیدنو کې د محاکمو قضائي چارې، استفتاوې، فتواوې، قضائي حکمونه، د وثیقو د ثبت بهیر، اداري اسناد، اندراج، وارده، صادره او د رسیداتو کتابونه وکتل او د اجراآتو د ښه‌والي په موخه یې مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
محترم الحاج مفتي ذبېح‌الله (ساجد) د محاکمو مسؤولینو ته هدایت وکړ، چې د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې رئیس دې وخت پر وخت د نظارت‌خانې څخه لیدنه کوي؛ د محاکمو او حقوقو مدیریتونو کارکوونکي دې د مراجعینو کارونه له ځنډ پرته خلاص کړي او له مراجعینو سره دې ښه رویه کوي، خپلو دندو ته دې په وخت راځي او د رسمیاتو تر پایه دې په خپلو دفترونو کې حاضر وي او په ولسوالۍ کې دې له نورو امارتي اداراتو سره ښه همغږي ولري.
دغه راز د یادو محاکمو د حقوقو مدیریتونو له اجراآتو هم لیدنه وشوه او د اجراآتو د ښه‌والي په موخه ورته لازمې لارښوونې وشوې.
د لیدنې پر مهال د محاکمو او حقوقو مدیریتونو  لخوا د ځینو ستونزو د حل وړاندیز وشو او د مرافعه محکمې رئيس د ستونزو د حل په موخه ورته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

په زابل ولایت کې اوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولايت د شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې اوو کسانو ته د غلا او لواطت په تور، په (۲۳/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان له اتو میاشتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵۱
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۲۱) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۲۱) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ، تابلیت کا)، شيشې، هيروينو، ترياکو، الکولي مشروباتو او چرسو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۴۶
Background image

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې جزا دېوان په هڅو د قتل موضوع د سولې له لارې حل شوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې جزا دېوان د مسؤولینو د پرله‌پسې هڅو؛ د علماوو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو د منځګړیتوب په پایله کې د قتل هغه قضیه چې درې کاله مخکې رامنځته شوې وه، په ۲۵/ ۹/. . .

بیا په خبرونو کی