د کونړ ولایت د مرافعه محکمې نوي رئيس محترم مولوي محمد ايوب د معرفت غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۴:۵۵
د کونړ ولایت د مرافعه محکمې نوي رئيس محترم مولوي محمد ايوب د معرفت غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې نوی رئيس مولوي محمد ایوب (قلم) او یادې محکمې د مدني دېوان رئيس مولوي عبدالرشید په ۱۴/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولایت اړوند محاکمو او نورو امارتي مسؤولینو ته ور وپېژندل شول او رسماً یې خپلې دندې پیل کړې. 

د یادو مسؤولینو د معرفت غونډه کې د ولایت مقام مرستیال محترم عبدالله (حقاني)، د مرافعه محکمې مخکني رئیس محترم مولوي عزیزالرحمن (حقاني)، قاضي صاحبانو، اداري کارکوونکو او د امارتي ادارو رئيسانو ګډون درلود.
 غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د کونړ ولایت مرستیال والي، د مرافعه محکمې مخکني رئيس او د مرافعه محکمې نوي رئیس اړوند ټولو قضائي او اداري کارکوونکو ته په خپلو ور سپارل شويو دندو کې د امانت، صداقت او یادو مسؤوليتونو د اهمیت په اړه مهمې سپارښتنې وکړې.
غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۶:۴۸
Background image

د کابل ښاري ابتدائیه محکمې د څلورم زون لخوا یوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې اړوند د کابل ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون جزا دېوان د الف جز د پرېکړې په اساس په ۲۱ /۴ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه یو کس چې پر لواطت متهم و؛ تعزیري سزا ورکړل شوه.
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۶:۲۱
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست پلاوي د هېواد د ټولو ولايتونو د مرافعه محاکمو لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمرين وټاکل

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رئيس محترم حافظ مولوي عبدالعزيز (ميوندي) په مشرۍ د یاد رياست پلاوي د هېواد د ټولو ولايتونو د مرافعه محاکمو لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمرين وټاکل.
د دعوت او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

د کابل د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائيه محکمې په دوو اونيو کې (۱۴۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې په دوو اونيو کې له (۱ /۴ /۱۴۴۶ هـ ق نېټې څخه تر ۱۵ /۴ /۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۱۴۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې. . .

بیا په خبرونو کی