د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د سرخرود ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۳:۴۶
د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د سرخرود ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم عبدالشکور (رشاد آخندزاده)، د عامه امنيت دېوان عضو مفتي شيخ ولي محمد په ملتيا په ۴/۸/۱۴۴۶ هـ ق نېټه د ياد ولايت د سرخرود ولسوالۍ له ابتدائيه محکمې څخه ليدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه محکمې رئيس د یادې محکمې له اجراآتو څخه څارنه وکړه، د دوی کړنې يې وستايلې او مسؤولينو ته يې لازمې لارښوونې وکړې.
د ليدنې په دوام د مرافعه محکمې رئيس ټولو کارکوونکو ته په خطاب کې وویل؛ خپلو دندو ته متوجه اوسئ، د مراجعينو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړئ، په خپل منځ کې غوره همغږي وساتئ، د يو بل په کارونو کې له مداخلې ډډه وکړئ او خپلې دندې مو د تېر په څېر په پوره ايماندارۍ او رښتينولۍ ترسره کوئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی