په ارزګان ولايت کې درېيو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۰:۴۷
په ارزګان ولايت کې درېيو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ارزګان ولايت د خاص ارزګان ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د قتل او لواطت په تور او يو کس ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۰/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې د یادو کسانو له ډلې يو متهم پر يو کال تنفيذي بند او ۳۹ دُرو، دويم متهم پر يو کال او شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۳۰ دُرو، یو مجرم پر شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.
یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمينو او مجرم تطبيق شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی