د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې ( ۱۷۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۱۲
د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې ( ۱۷۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې ( له ۱ / ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر  ۱۵ / ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۷۵) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۵) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په دوو اونيو کې ( ۱۳۲ ) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۶۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۸) دوسیې فیصله شوې، (۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۶۲) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۲) دوسیې فیصله شوې، (۱) دوسيه مکتوبي مسترده شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۵) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۲۳
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۷۶۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۴۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۷۶۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۴۴۸). . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۳:۴۷
Background image

د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
د دارالانشاء عمومي ریاست په څلورمه ربعه کې د محاکمو د تبدیلۍ اړوند (۴۸۰)، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۰
Background image

د سترې محکمې د محترم عالي مقام د دفتر عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې محترم عالي مقام د دفتر عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعالیتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د سترې محکمې د عالي مقام له خوا (۹۵۹) جزائي او حقوقي دوسیې قضائي. . .

بیا په خبرونو کی