د لغمان د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د پنځو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه
د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي عبدالکریم (حقاني) د محرم الحرام له ۵ مې څخه تر ۱۱ مې نېټې پورې د لغمان ولایت د پنځو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې چې د وثایقو او مخزن آمر شمس الهادي (بدر)، د حقوقو آمر عبدالمطلب (ذکي) او د تحریراتو آمر شفیع الله (عابد) د مرافعه محکمې د رئيس ملتیا کوله، د بادپښ، علینګار، دولت شاه، علیشنګ او قرغهيي ولسوالیو د ابتدائيه محاکمو له قضائي، اداري او د وثایقو برخې له اجراآتو ليدنه او څارنه وشوه.
د لیدنې په دوام د مرافعه محکمې رئيس د قضائي اجراآتو په برخه کې د يادو محاکمو مسؤولينو ته د قضائي او اداري اجراآتو د لا بهبود په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس د ښو اجراآتو په برخه کې د یادو محاکمو هڅې وستايلې او د د یادو محاکمو مسؤولینو ته په خطاب کې یې وویل، د دوسیو کارونه باید په خپل وخت کې ترسره شي او خپلې چارې د اصولو مطابق ترسره کړئ.
وروسته د وثایقو، حقوقو او تحریراتو آمرینو په خپلو اړوندو برخو کې د یادو محاکمو چارې وکتلې او د نیمګړتیاوو په اړه يې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د لیدنې موخه دوسيو ته پر وخت رسېدنه، د محاکمو د نيمګړتياوو اصلاح او د هېوادوالو د سرګردانۍ مخنيوی دی.