د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت اوو آمریتونو په دوو اونیو کې (۱۱۵۹) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي
د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت اوو آمریتونو په دوو اونیو کې (له ۱ /۵ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ /۵ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۱۵۹) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي؛ چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
۱- د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت لومړۍ حوزې په دوو اونیو کې (۶۹) نکاح خطونه، (۶۱) قبالې، (۲۰) زوجیت خطونه او (۸۷) نورې بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۲- د سندونو او وثیقو د ثبت دویمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت دویمې حوزې په دوو اونیو کې (۳۳) نکاح خطونه، (۱۴) قبالې، (۶) زوجیت خطونه او (۶۴) نورې بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۳- د سندونو او وثیقو د ثبت درېیمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت درېیمې حوزې په دوو اونیو کې (۱۵۷) نکاح خطونه، (۲۶) قبالې، (۲۶) زوجیت خطونه او (۱۲۵) نورې بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۴- د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت څلورمې حوزې په دوو اونیو کې (۵۸) نکاح خطونه، (۱) قباله، (۳) زوجیت خطونه او (۳۱) نورې بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۵- د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت پنځمې حوزې په دوو اونیو کې (۷۸) نکاح خطونه، (۱۱) قبالې، (۵) زوجیت خطونه او (۶۵) نورې بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۶- د سندونو او وثیقو د ثبت شپږمه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت شپږمې حوزې په دوو اونیو کې (۵۹) نکاح خطونه، (۱۵) قبالې، (۵) زوجیت خطونه او (۶۶) نورې بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
۷- د سندونو او وثیقو د ثبت اوومه حوزه:
د سندونو او وثیقو د ثبت اوومې حوزې په دوو اونیو کې (۴۲) نکاح خطونه، (۳) زوجیت خطونه او (۲۹) نورې بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي.
