د لغمان ولایت ښاري ابتدائیه محکمې مسئولینو د دغه ولايت د قوماندانۍ له نظارتخونې څخه لیدنه وکړه
د لغمان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس الحاج مولوي محمد یونس (خالص) د دېوانونو رئیسانو په ملتیا، په ۲۳/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د لغمان ولایت د امنیه قوماندانۍ له نظارتخونې څخه لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د ليدنې په پيل کې له توقیف لاندې کسانو سره وکتل او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهاللهتعالی) د (244/582) ګڼې، (1 /2 /1448هـ ق) حکم مطابق هغه کسان، چې د خوشي کولو وړ وو، له نظارتخونې څخه خوشي شول او هغه کسان، چې د خوشی کولو وړ نه وو؛ د نظارتخونې مسئولینو ته یې په اړه لارښوونه وشوه، چې ژر تر ژره يې دوسیې اړوند محکمې ته وسپارئ.
