د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (۱۳۶۴) دوسیو ته رسېدنه کړې ده
د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (له ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۳۶۴) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
په جزائي برخه کې:
د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (۷۰۹) جزائي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۱۳۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۲۱) دوسیې فیصله شوې، (۱۵۷) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۲ـ په حقوقي برخه کې:
د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (۳۴۸) حقوقي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۱۴۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۴) دوسیې فیصله شوې، (۱۶۸) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۳ـ په تجارتي برخه کې:
د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (۳۰۷) تجارتي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۱۴۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۹) دوسیې فیصله شوې، (۹۱) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
