د زابل ولايت سيوري ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه
د زابل ولايت سيوري ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په ډېرو هڅو؛ د مصلحينو په منځګړيتوب، په ۵/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع د سيوري ولسوالۍ اړوند د (ګورجي) په کلي کې رامنځته شوې وه او يو کس په کې په قتل رسېدلی و، چې ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه.
په یاده موضوع کې د قاتل کورنۍ د مقتول وارثينو ته شرعي ديت ورکړ او موضوع يې رسمًا پای ته ورسېده.
