د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د شپږو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۵
د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د شپږو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې له ۲۹مې د صفرالمظفر میاشتې تر ۷مې نېټې د ننګرهار ولايت د بټي‌کوټ، رودات، کوټ، سپين غر، اچين او دور بابا ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
د مرافعه محکمې دغه هيئت د یادو ابتدائيه محاکمو د فيصلو، د دوسيو د اندراج کتابونه، د عرايضو ثبت او نور اړوند اسناد په دقت سره وکتل، د چارو د لا ښه تنظيم، د اسنادو د خوندي ساتنې او د قضائي اجراآتو د لا بهبود په اړه یې اړوند مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
دغه راز د مرافعه محکمې پلاوي، د یادو ولسواليو د قوماندانیو، استخباراتو او نورو اړوندو ادارو له مسؤولینو سره هم ګډې غونډې وکړې؛ په غونډو کې د قضائي فیصلو د تطبیق، د قانون حاکمیت، د مراجعینو  ستونزو ته پر وخت رسېدنې او پر خپل وخت د دوسیو د حل او فصل، د عدلي او امنیتي ارګانونو ترمنځ د لا پیاوړې همکارۍ پر اهمیت خبرې وشوې.
په پای کې د یادو ارګانونو له لوري د دوامدارې همکارۍ او همغږۍ د لا پياوړتيا ژمنه وشوه او ټينګار وشو، چې د عدلي او قضائي خدمتونو د ښه‌والي او د نافذه اصولو د حاکميت د ټينګښت لپاره به ګډې هڅې په دوامداره توګه روانې وي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د شپږو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې له ۲۹مې د صفرالمظفر میاشتې تر ۷مې نېټې د ننګرهار ولايت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ سمنګان، کندوز، تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس، محترم مفتي عتیق الله (دروېش)، د مفتي عبدالحی (شاکر) او مفتي فضل الرحمن (قاسمي) په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام په ۲۸مه نېټه، د سترې محکمې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۲۴
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۸۶۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۱۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۲۵/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۸ /۲ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۸۶۱) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی